ننګرهار کې ۲۱ وسله والو له جګړې لاس واخېست.
مسوولین وايي، د ملي امنیت ریاست په هڅو ۲۱ تنه طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول او درې داعش وسله وال ملي امنیت ته له وسلو سره تسلیم شوي دي.
یادو وسله والو د ننګرهار هسکه مېنه، نازیان، غني خېل او بټي کوټ ولسوالیو کې دافغان حکومت ضد فعالیت کاوه.
د سولې له بهیر سره یوځای شویو وسله والو په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښکاره کړې او ژمنه یې کړې، چې تر دې وروسته حکومت ضد فعالیت نه کوي.
طالبانو تر اوسه رسنیو ته د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي.