د سرپرست حکومت په تړاو د حنیف اتمر غوښتنه د اساسي قانون خلاف ده.
قانون پوهان وايي، برحاله ولسمشر د راتلونکې ولسمشر تر انتخابیدو پورې له پوره صلاحیت برخمن دی.
حنیف اتمر تېره ورځ غوښتنه کړې وه چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره باید سرپرست حکومت رامنځته شي.
د حنیف اتمر له دې خبرو برداشت دا دی چې هغه په اوسني حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې پوره بې باوره دی.
موقت نه بلکې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یې د سرپرست حکومت وړاندیز کړی هغه چې قانون پوه کبیر رنجبر یې له اساسي قانون سره په ټکر کې ګڼي.
له سرپرست حکومت څخه په اساسي قانون کې یادونه نه ده شوې، خو د دې حکومت د جوړید څرنګوالی داسې وړاندیز شوی چې د ټاکنو ترسره کېدو پورې اوسنی ولسمشر خپل واک د ټولو اړخونو په مشور باندې بل داسې کس ته وسپاري چې په ټاکنو کې دخیل نه وي.
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې رامنځته شوي کشمکش او د سولې په برخه کې روانو هڅو ته په کتو حکومت په ډاګه ویلي چې ولسمشریزې ټاکنې به هرومرو په خپل وخت ترسره شي.