Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سږکال د پکتیا ولسونو ښوونځیو ته خپله ۷۲ جریبه ځمکه ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/18

د پکتیا اوسیدونکو روان کال د شپیته ملیونه افغانیو په ارزښت خپله ځمکه ښوونځیو ته وقف کړې ده.

د پوهنې رییس کوچی ځاځی وایي ، چې روان لمریز کال کې د پکتیا اوسیدونکو د ۶۰ ملیونه افغانیو په ارزښت مرکز ګردیز او ولسوالیو کې ۷۲ جریبه ځمکه د ښوونځیو لپاره بیله کړې ده .

پوهنې ریاست وایي ، چې د پکتیا اوسیدونکو د دغه ځمکې د وقف تر څنګ څلیرویشت ملیونه نقدي مرسته هم کړې چې بیلابیلو سیمو کې پرې د ښوونځیو ودانۍ رغول شوي دي.

د پکتیا پوهنې ریاست همدا راز وایي ، چې نږدې اوویا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او راتلونکی کال به څلویښت ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او د تعلیمي کال له پیله وړاندې به لیرې پرتو سیمو ته کتابونه ولیږدوي .

پکتیا کې نږدې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او پوهنې ریاست وایي ، چې د خلکو په مرسته هڅه کوي چې ګڼو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي .

پوهنې رییس کوچی ځاځی وایي ، چې د یو شمیر ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چارې روانې دي او راتلونکی کال به ۴۰ نورو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې شي .

پوهنې ریاست وایي، چې روان کال کې یې لس تړلي ښوونځي پرانیستي او زرمت ولسوالۍ کې لا هم د نجونو لس ښوونځي د بیلابیلو لاملونو له مخې تړلي پاتې دي.

روان کال د پکتیا ښوونځیو کې د کتابونو نه موجودیت ستره ستونزه وه خو پوهنې ریاست وایي، چې د تعلیمي کال له پیله وړاندې به ټولو سیمو ته کتابونه ورسوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist