خلیلزاد وايي، له هوکړې پرته د سولې خبرو ته پرمختګ نه شو ویلی.
د امریکا موخه دا نه ده چې له افغانستانه د وتلو لار پیدا کړي بلکې هدف یې دلته د تل پاتې سولې ټینګښت دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، له طالبانو سره په څلورو مواردو بحث شوی چې له هوکړې پرته یې د سولې خبرو ته پرمختګ نه شو ویلي.
خلیل زاد دغه څلور موارد له القاعده سره د طالبانو اړیکې، د بهرنیو عسکرو موجودیت، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې او سرتاسري اوربند یاد کړ.