• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ د حنیف اتمر څرګندونې له احساساتو ډکې وبللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/18

حنیف اتمر چې په خبري کنفرانس کې یې خبرې کولې د مسکو ناسته ګټوره یاده کړه.

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار خنیف اتمر په یوې خبرې غوڼده کې ، د مسکو غونډه د افغان سولې لپاره د بین الافغاني خبرو پیل یادوي، او غوښتنه لري چې حکومت دې په راتلونکي دوهمې ناسته کې، چې په دوحه کې ترسره کیږي، برخه واخلي.

اتمروايي د ملي وحدت حکومت د پای او د ټاکنو تر منځ د تشې لپاره دې سر پرست حکومت رامنخته شي، چې په رس کې يې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان شامل نه وي.

د سولې اعتدال ټاکنیز ټیم ټینګار لري چې د ملي یووالي حکومت له مودې پوره کیدو سره سم دې، سرپرست حکومت رامنځ ته شي چې قانون نقض نه شي.

حنیف اتمر چې په خبري کنفرانس کې یې خبرې کولې د مسکو ناسته ګټوره یاده کړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د دوحې ناستې ته استازي ولیږي.

اتمر د حکومت په وروستیو هغو اقدماتو هم نیوکه وکړه چې محقق یې له دندې عزل کړی او د جنرال جرت کور یې محاصره کړی دی.

اتمر په دغه غونډه کې پرحکومت نیوکه وکړه چې د قهري قوې پر مټ يې د جنرال دین محمد جرت کور بغیر له کوم ثبوت او قانوني حکم کلا بند کړي و، او محمد محقیق يې له قانوني دلایلو پرته له دندې ګوښه اعلان کړ.

خو د اتمر د دې څرګندونو په غبرګون کې د ارګ ویاند ټینګار وکړ چې نباید سیاسیون احساساتي برخورد وکړي چې د خلکو اذهان مخشوش کړي.

اتمر په ډاګه وویل چې د ټولو هغو ملګرو ملاتړ کوي چې حکومت یې د ځپلو هڅه کوي او په دې برخه کې هر ډول سیاسي او مدنې فشارونه پر حکومت راوړي.

له جنرال جرات سره نظامي تجهیزات او وسلې وې چې د نه سپارلو په غبرګون کې ځانګړو ځواکونو پرې عملیات وکړل چې ځینې یې تسلیم کړل او ځینې ورسره پاتې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي
افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني
افغانستان

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي
افغانستان

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 
افغانستان

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

جون 2, 2025
ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

جون 2, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist