• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ: له افغانستانه سرتېري وباسو

shamshadnews by shamshadnews
2019/02/01

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د سولې هوکړې وروسته به خپل سرتیري له افغانستانه وباسي.

دامریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ویلي که له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي خپل سرتیري به له افغانستانه وباسي.

ټرمپ تېره ورځ په واشنګټن کې ویلي چې د افغان سولې خبرې جدي پيل شوي او ښیې روانې دي.

ټرمپ ویلي، امریکا نږدې ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې ده او په لومړي ځل د سولې هوکړې په تړاو خبرې پيل شوي.

د امریکا ولسمشر د خپلې بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ دا کار ښه اقدام بللی دی.

ټرمپ له دې  وړاندې هم ویلي و چې له افغانستانه خپل پوځیان باسي چې د دغه څرګندونې یې له ډول ډول غبرګونونو سره مخامخ شوې.

د امریکا سنا مجلس هغه لایحه تصویب کړې چې له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مخنیوی کوي.

په لایحه کې راغلي چې سوریه او افغانستان کې لا هم افراطي اسلام ‌پالې ډلې فعالې دي او دا د امریکا لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي.

لایحه کې یادونه شوې چې له لازمو اقداماتو پرته د بهرنیو ځواکونو بې وخته وتل، نه یوازې سیمه بې ثباته کولای شي، بلکې داسې یوه تشه به رامنځته کړي چې په وینا یې ایران او روسیه به یې د ډکولو هڅې وکړي.

د امریکا سنا مجلس د امریکا پر حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د زیات شمېر ځواکونو د اېستلو له هرې پریکړې مخکې دې داسې شرایط رامنځته کړي چې د افراطي ډلو قطعي ماتې باوري کړي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist