کابل کې د چین سفیر وايي، اسلام اباد به وهڅوو چې د افغان سولې پروسه کې کوټلي ګامونه واخلي.
طالبانو هم د افغان حکومت په څیر درک کړې ده چې جګړه د حل لار نه ده.
کابل کې د چین سفیر شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، جګړه د ستونزې حل نه ده او باید د خبرو اترو له لارې حل لار ولټول شي.
لیو جنسانګ د سولې روانو مذاکراتو په تړاو وویل، دا د طالبانو لپاره یو فرصت دی چې ګټه ترې واخلي.
د افغانستان د ستونزو په حل کې د پاکستان همکارۍ ته په اشارې د چین سفیر وویل، دوی هڅه کوي چې پاکستان مرستې ته وهڅويٍ.