د جمهوري ریاست د چارو اداره غواړي په ملکي او نظامي ادارو کې د ارواپوهنې مرکزونه جوړ کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ته د چارو ادارې طرحه ورکړې چې د هېواد په اته زونونو کې د دولتي کارمندانو لپاره د ارواپوهنې مرکزونه جوړ کړي.
له دې سره د ښځو چارو وزارت ژمنه کړې چې د ارواپوهنې مرکزونو سره به د ځمکې برخه کې همکاري وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په ټولنه کې د وګړو د ذهني بهبود لپاره کار کوي چې د ارواپوهنې مرکزونه جوړ کړي چې د ارواپوهانو له لوري به پکې دولتي کارمندانو ته زده کړې ورکول کیږي.
په دې تړاو جوړه شوې طرحه د ولسمشر له لوري منظوره شوې او د اراوپوهنې استادان به پکې زده کړې ورکوي.
دا طرحه د لوړو زده کړو او کار او ټولنیزو چارو وزارت له هرکلي سره مخ ده چې د ارواپوهنې پوهنځي فارغ شویو کسانو ته به کاري زمینه برابره شي.
د ارواپوهنې نویو مرکزونو په رامنځ ته کولو سره حکومت غواړي، د جګړې له کبله زیانمن شوي ذهنونه ورغوي.