Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پنټاګون: له طالبانو سره خبرې هڅوونکې دي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/29

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شناهن تیره ورځ ویلي، د امریکا له لوري له طالبانو سره د سولې خبرې د ده لپاره هڅوونکې وې، خو په وینا یې تر اوسه له ده نه دي غوښتل شوي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړي.

طالبان او امریکایې استازي د یوې موافقې پر اډانه سلا شوي، خو لا هم په دې موافقه نه ده شوې چې کله به اوربند کېږي او امریکايي پوځیان به کله وځي؟

د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه شوې ده.

زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا په هغه صورت کې خپل ټول ځواکونه له افغانستان باسي، چې طالبان اوږدمهاله اوربند وکړي او له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

هغه له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، طالبانو ژمنه کړې چې د امریکا د قناعت لپاره به ټولې هڅې په کار واچوي چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

خو طالبان به د دې ژمنې لپاره ضمانت هم ورکوي.

پاکستان ته د روسیې د ځانګړي استازي سفر

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د افغان سولې په تړاو اسلام اباد ته رسیدلی.

کابلوف وروسته له هغې دا سفر پیلوي چې د افغان سولې په تړاو د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سره له خبرو وروسته کابل ته ستون شو او له ولسمشر غني سره یې مالومات شریک کړل.

پاکستاني چارواکو دغه هېواد ته د کابلوف د سفر په اړه ویلي، د سیمې هېوادونه افغانستان کې ګټې لري او ټول د راتلونکي وضعیت په تړاو له یو بل سره مشورې کوي.

ټاکل شوې چې کابلوف به نن سې شنبه د پاکستاني چارواکو سره رسمي خبرې پېل کړي.

روسیې، پاکستان او ایران تل ویلي، له طالبانو سره یې د اړیکو موخه د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته کینول دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist