• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مسکو او اسلام اباد د افغان سولې په تړاو خبرې کړي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/29

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې خپل حضور وضعیت پورې مشروط کړی دی.

د سولې له خبرو سره یو ځای بهرني ځواکونه د افغانستان د امنیتي وضعیت په څرنګوالي فکر کوي او د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو په خوندي کولو.

تازه د افغانستان لپاره د روسيې استازی پاکستان ته تللی او اسلام اباد کې یې د افغان سولې په تړاو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي.

دا چې د خبرو جزیات څه دي، بهرنیو چارو وزارت څه نه دي ویلي، خو ناټو ویلي، تر هغې افغانستان کې پاتې کیږي چې د ترهګرو د ځپلو پوره ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی.

په قطر کې د طالب او امریکايي مرکچیانو له شپږ ورځنیو خبرو وروسته چې ډير کم جزیات یې له رسنیو سره شریک شول، د روسيې یو استازی اسلام اباد ته رسیدلی او هلته یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې سره پر افغان سوله خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې داسې راغلي (( د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف له مرستیالې وزیرې تهمینه جنجوعه سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ یې افغان سوله باندې خبرې کړي.))

د ضمیر کابلوف له سفر سره یو ځای کابل کې باور کیږي چې طالبان او پاکستان نږدې همکاري لري او روسیه هڅه کوي پر طالبان د پاکستان له نفوذ ګټه واخلي او د سولې پروسې وروسته هغه انديښنې چې لري، ځوابونه یې پيدا کړي.

له دې سره یو ځای د ناټو سرمنشي په افغانستان کې خپل حضور وضعیت پورې مشروط کړی او ویلي یې دي چې تر هغې به افغانستان کې وي، تر کومه یې چې ډاډ نه وي ترلاسه کړی.

د ناټو سرمنشي داسې ویلي (( د ایتلافي ځواکونو موجودیت حالاتو پورې اړه لري او تر هغې به پاتې کیږي چې ورته اړتیا وي. د سولې مذاکراتو د پایلو له مالومیدو وړاندې بهرني ځواکونه له افغانستان نشي وتلای.))

د ناټو سرمنشي دغه راز ټینګار کړی چې د حالاتو بدلون ته په پام سره به خپل ځواکونه له افغان خاورې وباسي او یا به یې را کم کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist