وېنزویلا، پلازمینه کاراکاس او یو شمیر نورو ښارونو کې پوځي ځواک زیات کړی.
د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادرو وروسته له هغې د نظامي ځواکونو شمیر په ښارونو کې زیات کړ چې اپوزیسیون د لا پراخو لاریونونو غږ وکړ.
د وېنزویلا اپوزیسیون د امریکا په ملاتړ زرګونه کسان واټونو ته ویستلي او د رژیم د بدلون غوښتنه کوي.
د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو سر له اوسه ځان ولسمشر بولي او د مادرو حکومت غیرقانوني ګڼي.
وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له نړیوالو هم وغوښتل چې د حکومت پر وړاندې د وینزویلا د ولس ملاتړ وکړي.