• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: د سولې پرمخ بندې دروازې به پرانیزو

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/28

ولسمشرغني له پوره تدبیر سره ژر سوله غواړي.

ولسمشر د سولې روانو هڅو او پرمختګونو په کتو وویل، د سولې لپاره نیت او اراده لري او د سولې بندې دروازې به پرانیزي.

ولسمشر وویل، په افغانستان کې د بهرنیانو اوسنی حضور د هوکړې له مخې دی او هیڅ افغان د اوږدې مودې لپاره د بهرنیانو حضور نه مني.

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ له څو ورځنیو مبهمو او له ادعاوو ډکو خبرو وروسته افغان ولسمشر هم په دې برخه کې ملت ته وینا وکړه.

ولسمشر په ظاهر کې پرمختګونو ته اشاره ونکړه خو د امریکا له هڅو یې مننه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني پر سولې د تدبیر ټینګار له دې امله وباله چې د ډاکټر نجیب حکومت له تجربې پوره برداشت لري.

ولسمشر په اوه دقیقه يي پيغام کې د سولې لپاره خپله ژمنتیا بې ریا او سوچه وګڼله او طالبانو ته یې هم وړاندیزونه درلودل.

ښاغلي غني په افغانستان کې د بهرینو حضور د هوکړې له مخې وباله او په تدریجي ډول د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لېواله ښکارېده.

ولسمشر غني وویل د روانې جګړې قرباني افغانان ورکوي او طالبان هم باید له افغانانو سره خبرو ته کیني.

د امریکایانو او طالبانو تر منځ تر اوسه څلور ځلې مخامخ او مفصلې خبرې شوي چې د قطر وروستۍ ناسته هم اوږده او له لاسته راوړنو ډکه بلل کیږي خو تر اوسه هلته شوي بحثونه او متقابلې غوښتنه په رسمي ډول رسنیزې شوې نه دي.

په پام کې ده چې د را راونې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې امریکا او طالبان یو ځل بیا د خبرو میز ته سره مخامخ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist