تر راتلونکو ۷ کلونو به افغان ماشومان درانه کارونه نه کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغان ماشومانو د کار عملي ستراتیژۍ سند جوړ کړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له دغې ستراتیژۍ سره به تر دوه زره پنځه ویشتم کال پورې ماشومان له درندو کارونو او تر دوه زره دیرشم کال پورې به د نږدې ټولو ماشومانو ژوند ښه شي.
د وزارت د مالوماتو له مخې، اوسمهال دوه اعشاریه درې میلونه ماشومان د کار کولو له امله ښونځیو ته نه ځي.
دا ستراتیژي به کابینې ته د تصویب او ولسمشر ته د توشیح لپاره وړاندي شي، او د عملی کیدو لپاره يې دوه شپیته اعشاریه څلور ملیونو امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.
انګلستان هیواد ژمنه کړې چې دغې ستراتیژۍ په عملي کولو کې به مرسته وکړي.