Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پوځ له تعلیمي مرکز، یونیم زر سرتیري فارغ شول

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/27

کابل کې د افغان پوځ له تعلیمي مرکز شاوخوا پنځلس سوه سرتیري فارغ شول.

دلته د افغان پوځ له نظامي مرکز دغه شاوخوا پنځلس سوه سرتیرو د فراغت د مراسمو تر څنګ د رجال برجسته یو شمېر سرتېري هم فارغ شول.

مسولینو سرتیرو ته لارښوونه وکړه چې د وسله والو له اسیرانو او ټپيانو سره انساني برخورد وکړي او وژل شوي هغه یې په درنښت انتقال کړي.

د پوځ مسولینو جګړې ته چمتوالی وښود خو د مقابلې موخه یې سوله یاده کړه.

تازه فارغ شویو خپل فراغت په ملي ترانو بدرګه کړ، او له دې وروسته به همدا ترانې د جګړې تر لومړۍ کرښې یوسي.

مراسمو ته د افغان پوځ مسولین هم راغلي وو او سرتیرو ته یې سپارښتنه دا وه، چې د وسله والو له اسیرانو او ټپيانو سره ښه سلوک وکړي.

د افغان سولې ورستیو هڅو په اړه که څه هم دوی خوشبین دي خو ټينګار یې دا دي، چې د جګړه‌ایزې مقابلې موخه یې د سولې راتګ دی.

هاخوا بیا تازه فارغ شوي سرتیري که څه هم وسله والو ته د سولې پيغام لري، خو له خاورې نه د دفاع په موخه هر ډول سرښندنې ته چمتوالی ښيي.

د افغان پوځ نظامي مرکز شاوخوا څوارلس کاله وړاندې رامنځته شوی، او تر اوسه ترې له دوه سوه زره زیات سرتیري بریدملان او افسران فارغ شوي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist