Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

څلورو کلونو کې ۴۵ زره افغان سرتیري وژل شوي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/26

په اوسط ډول هره ورځ په افغانستان کې ۳۰ امنیتي ځواکونه وژل کیږي.

ولسمشر غني له یوې غربي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ۴۵ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د افغان ځواکونو د لوړې مرګ ژوبلې ګراف اصلي لامل کمرزی مدیریت او بې مسولیتي ښودل کیږي.

دلته روانه جګړه هر ورځ د لسګونو کسانو په قربانۍ تمامیږي، افغان امنیتي ځواکونه، طالبان او ملکي وګړي د دې جګړې بیه پرې کوي چې ټول یې افغانان دي.

ولسمشر غني له یوې لوېدځې رسنۍ سره یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د تېرو څلورو کلونو د وژل شویو ارقام ۴۵ زره کسان او د نړیوالو ځواکونو د وژل شویو شمېر بیا ۷۵ کسان ښودلي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په مرکه ویلي ((له هغه وخته چې زه د حکومت مشر ټاکل شوی یم، سل زرو نړیوالو ځواکونو افغانستان پرېښود، په دې موده کې پنځه څلوېښت زرو افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۷۵ بهرني ځواکونه وژل شوي او دا ښکاره کوي چې څوک دغه جګړه کوي.))

د ښودل شویو شمېرو له مخې د افغان ځواکونو وژل کېدل په اوسط ډول لږ تر لږه ۳۰ کسان کیږي.

کمزوری مدیریت او د تهجیزات نشتون د دې لوړې مرګ ژوبلې اصلي لامل ښودل کیږي.

د طالبانو او ملکي وګړو د وژل شویو ارقام تر اوسه معلوم نه ددی خو د اټکل له مخې د هغوی مرګ ژوبله هم له دې کمه نه ده، خو پوښتنه دا ده چې افغان ځواکونه ټول له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې اتلس کلنې جګړې د مرګ ژوبلې شمېر له حساب ایستلی او هیڅوک په دې برخه کې کره ارقام نشي وړاندې کولی، ولسمشر داسې مهال د افغان امنیتي ځواکونو د څلورو کلونو د وژل شویو ارقام روښانه کړل چې د روانې جګړې د حل لپاره په ښکاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist