د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له ترکیې سره باید په دې برخه کې په ګډه کار وکړي او له ایراني لوري سره هم هوکړې وغځوي.
په ورته وخت کې ترکي لوری وايي، سوریه کې د عملیاتو یوازینۍ موخه یې له ترهګرو د دغې هیواد پاکول دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د ترکیې سربیره یې له ایران سره هم په دې تړاو هوکړې کړې دي.
ولادیمیر پوتین وویل، (( موږ پلان لرو چې یوه غونډه جوړه کړو، لکه روسیه، ایران او ترکیه چې یې تل کوي. دا غونډه به نږدې راتلونکي کې ترسره شي. موږ له ولسمشر سره خبرې کړې دي، موږ به له ایراني لوري سره هم ددې غونډې په تړاو هوکړه وکړو.))
پوتین زیاته کړه چې دا خبرې او غونډې ددې لپاره دي چې په سیمه کې روان کړکیچونه ژر پای ته ورسیږي او ایدلیب کې سوله او ټیکاو رامنځ ته شي.
په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په سوریه کې یې د عملیاتو موخه دا ده چې ترهګر له سیمې وباسي او د سوریې سرحدي سیمې تصفیه کړي.
د ترکيې سرحدي سیمو کې کرد ملیشې او داعش فعالیت لري او ترکیه ادعا کوي چې هغوی له سرحدونو ور اوړي او ترکیه نا امنه کوي.