افغانستان کې د جګړو له امله د معلولینو شمېر زیات شوی.
د روغتیا وزارت مالومات ښيي چې په هېواد کې له درې تر پنځه سلنه خلک د جګړو او ناروغیو له کبله معلول شوي دي.
اوس د روغتیا وزارت په جګړه کې د معلول شویو لپاره د اورتوپيډي ۲۲ مرکزونه لري چې په ۱۷ ولایتونو کې فعال دي.
له دې سره د سره صلیب کمېټې مالومات ښيي چې دوه زره اتلسم کال کې د نورو کلونو په پرتله زیات خلک جګړو متضرر کړي چې دولس زرو یې دوی ته مراجعه کړې.
د سره صلیب کمېټه چې په دې برخه کې کار کوي، اندیښنه لري چې دوه زره اتلسم کال کې د دوی مرکزونو ته زیاتو کسانو مراجعه کړې چې د جګړې له کبله یې پښه او یا لاس پرې شوی وي.
په افغانستان کې د سره صلیب استازی جان پیدرو داسې وویل ((هر کال موږ له ۱۰۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰مریضان راجستر کوو چې سږ کال خلک ډیر وه او د ملکیانو لپاره ښه کال نه وه موږ دوی ته ځینې برنامې ورښیو چې سپورت ؛ حرفوي زده کړي ؛ او تعلیم تربیه ده .))
د سره صلیب نړیواله کمېټه په زیاتو هېوادونو کې په ښکاره بې طرفه کارونه کوي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ټولو لورو درملنه کوي چې ځان هیڅ اړخ پورې نه تړي او یواځې روغتیایي خدمات وړاندې کوي.