د کابل پوهنتون د شپږ اتیایمې دورې د محصلینو فراغت غونډه!
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ډاډ ښودلی چې هر کال به تر لس زره کسان دولتي ادارو ته جذبوي.
د یاد کمېسیون مشر نادر نادري کابل پوهنتون کې له تازه فارغ شویو سره ژمنه کړې چې هڅه به وکړي، تر څو هر کس د خپلې خوښې مسلکي دندې ته جذب شي.
د کابل پوهنتون شپږ اتیایمه دوره کې درې زره او پنځه سوه کسان له بیلابیلو پوهنځیو څخه فارغ شول چې نږدې ټولو سره د کار پيدا کیدو انديښنه وه.
له اوه ویشت بیلابیلو پوهنځیو څخه شاوخوا درې زره محصلین فارغ شول، خو له تازه فارغ شویو سره انديښنې وې چې څنګه به کار پيدا کوي.
محصلینو دغه راز د زده کړو په کیفیت باندې نیوکې درلودلې او ټینګار یې درلود چې باید کیفیت ته پام وشي.
د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي بیا ژمنه وکړه چې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه لري او هڅه دا ده چې د کابل پوهنتون د سیمې له پوهنتونونو سره سیال شي.
له دې سره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ډاډ ورکړ چې هر کال به لس زره کسان ادارو لپاره جذبوي چې د کارموندنې په تړاو انديښنې کمې کړي.
افغانستان کې اوس د تېر بل هر وخت په پرتله له دولتي او خصوصي پوهنتونونو فراغت زیات خو د کار لپاره بیا سرګردانه ګرځي.