د فوټبال نړيوال ستوري کريسټيانو رونالډو درويشت مياشينی زندان او اتلس اعشاريه اته ميلونه ايرو جريمه منلې.
پر هغه تور و چې د هسپانيې له حکومته يې ميلونونه ډالر ماليه پټه کړې او په ټګۍ برګۍ يې ماليه نه ده سپارلې.
رونالډو سې شنبه د هاسپانيې مادريد ته تللی و او هلته يې په محکمه کې درويشت مياشتې مرحله يي بنديز او نږدې نولس ميلونه ايرو جریمه منلې.
رونالډو د دې پېړۍ تر ټولو مشهوره لوبغاړی ګڼل کېږي او هر کال ميلونونه ډالر د معاش او اعلانانو له لارې لاسته راوړي.
يوازې څو مياشتې کېږي چې رونالډو د ريال مادريد لوبډلې غړيتوب پرېښی او نن يې په همدې ښار کې جريمه او زندان ته غاړه کېښوده.
رونالډو د فوټبال له پيله تراوسه ځينې مهم ريکارډونه جوړ کړي.
هغه اصلا د هسپانيې لوبغاړی دی او د خپل هېواد ترڅنګ د ريال مادريد سربېره په يو شمېر نورو مهمو لوبډلو کې غړيتوب لري.