مخابراتو وزارت لاهم د لس سلنه ټکس سیستم نه دی جوړ کړی
مخابراتو وزارت تر اوسه د لس سلنه مالیاتي ټکس لپاره سیستم نه دی جوړ کړی.
د مخابراتو وزیر وايي، د دې سیستم لپاره تداراکاتي پړاونه بشپړ شوي او په نږدې راتلونکې به یې د اخیستو تړون وشي.
مخابراتو وزارت تر اوسه له دې درکه نیږدې څلور میلیارده افغانۍ تر لاسه کړي دي.
د لس سلنه مخابراتي ټکس د ورکړې لپاره ټولو غاړه ایښې خو حکومت لاهم په دې برخه کې د شفافیت لپاره منظم سیستم نلري.
د مخابراتو وزیر یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په نیږدې راتلونکې کې به هغه سیستم چې په مټ به یې له خلکو ګرځول کېدونکی ټکس په شفافه توګه راټول شي فعاله کړي.
که د نامعلوم اخیستل کېدونکي سیستم د اخیستو لپاره ژمنې په حساب وشمېرو نو ښايي دغه ژمنه له لسم ځل هم واوړي.
د مخابراتي لس سلنه ټکس بهیر د ۱۳۹۴ کال په وروستیو کې پيل شو چې کال په کال د دغو عوایدو ګراف لوړ شوی دی.
د مخابراتي خدماتو له لارې ګرځیدونکي ټکس مخالفتونه هم درلودل چې ولسي جرګې رد کړ او بیا ګډ کمېسیون دا قانون ومنه چې د تطبیق وړ وګڼل شو.
له دې درکه ملي عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی.