د وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ځانګړو ځواکونو په يوه مېشتځاى وسله وال برید شوی.
د وردګو ولایت د عامې روغتیا مشر اسلم اصغرخېل ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو پر یوې قرارګاه برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
د وردګو د پولیسو قوماندان ویس صمیمي ویلي، برید نن سهار د موټر بم چاودنې سره پیل شو او درې بریدګر مخکې له دې چې د ملي امنیت ځواکونو قرارګاه ته ننوځي، ووژل شول.
طالبانو هم رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د يادې پېښې مسٶليت منلى او ويلي يې دي چې د ځانګړو ځواکونو په قطعه يې د هاموې ټانګ په وسیله چاودنه کړې او وروسته بریدګر ور ننوتي دي.