قطر کې د زلمی خلیل زاد او طالبانو د سولې په خبرو بوخت دي.
د خلاصون شورا مشر اکبر آغا وايي٬ د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دي.
اکبر آغا زیاتوي دواړه لوري په دوحه کې سره جرګه شوي او د طالبانو د هغې غوښتنې په اړه به خبرې کوي چې له امریکا څخه يې لري.
اکبر آغا وايي٬ په دې خبرو کې به د طالبانو اساسي غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل وي٬ چې له زلمي خلیلزاد سره به يې شریکوي.
د هغه په باور که په لومړۍ غونډه کې د بهرنیو ځواکونو په وتو هوکړه ونشي نو په دوهمه غونډه کې به یوې پریکړې ته ورسېږي.