Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل زورواکي بیا زړ‌ور شوي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/21

کابل ښاریانو د صالح له استعفا وروسته پر پولیسو نیوکې کوي.

له کورنیو چارو وزارت د امرالله صالح له استعفا وروسته یوځل بیا په کابل ښار کې وسله وال او د تورو ښیښو لرونکو موټرو تګ راتګ تر سترګو کیږي .

پر کورنیو چارو وزارت نیوکه ده چې د امرالله صالح هغه اقدامات یې تعقیب نه کړل چې د زورواکو او غیر مسولو وسله والو پر وړاندې يې پیل کړی و .

خو کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د ولسمشر په لارښوونه د نامسولو وسله والو د مخنیوي او تورو شیشو لرونکو موټرو د راټولو کمپاین یې په جدي توګه روان دی .

شاوخوا پنځه ویشت ورځې وړاندې امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو او سم دستي یې د یو لړ اصلاحاتو په راوستو پيل وکړ .

د صالح د تازه اقداماتو له ډلې یوهم په کابل کې ښار کې د تورو شیشو لروونکو موټرو او غیر مسولو وسله والو مخنیوی و چې تر ډیره د خلکو هرکلي سره مخ شو خو له کورنیو چارو وزارت څخه د صالح له استعفا وروسته یو ځل بیا زور واکي زړور شوي دي.

خو کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بیا وايي د زورواکو او غیر مسولو وسله والو او تورو شیشو لرونکو موټرو د مخنیوي لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او ډاډ ورکوي چې قانون به پر ټولو یوشان پلی کړي .

چارواکي وايي د دوی دغه اقدام له امله تر ډیره په کابل ښار کې غیر مسول وسله وال کم شوي دي چې ورسره امنیت هم ښه شوی دی .

د یکشنبې په شپه ولسمشر غني هم د کورنیو چارو وزارت ته تللی و، هلته یې د امرالله صالح هڅې ستایلي، د وزارت چارې یې د ملي امنیت سلاکار ته سپارلي او له پولیسو یې غوښتنه کړې چې هغو اصلاحاتو ته دې دوام ورکړي چې څو ورځې وړاندې پيل شوي و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist