د امریکا کانګرس ډیموکراټانو د ټرمپ د تازه وینا مخالفت وکړ.
ټرمپ تیره ورځ له ډیموکراټانو وغوښتل چې له حکومت سره جوړجاړی وکړي.
ټرمپ وايي، جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټان باید په ګډه د دولتي ادارو د ځنډ ختمولو لپاره کار وکړي.
ټرمپ زیاته کړه چې د مکسیکو دیوال د کډوالو لپاره نه، بلکې د مجرمینو لپاره جوړیږي.
اخوا د کانګرس ډیموکراټ غړي اوس هم د ټرمپ د تازه څرګندونو مخالفت کوي او د هغه وړاندیزونه نامناسب بولي.
په ورته وخت کې د امریکا د دولتي ادارو د ځنډ نن ۲۹مه ورځ بشپړه شوه.