د امریکا د مجلس مشرې نانسي پېلوسي ویلي، افغانستان ته یې د سفر جزیاتو خپرول، ژوند ته یې ګواښ پېښولای شو او دغه کار په غیرمسوولانه ډول شوی دی.
سفر وروسته له هغې لغوه کیږي چې ولسمشر ټرامپ د کانګرس د دغې ډلي د سفر موضوع بربنډه کړه او هغوي ته یي د پوځي الوتکي په مټ د دغه سفر اجازه ور نه کړه.
پلوسي او پلاوي یي غوښتل افغانستان کې له خپلو قوماندانانو او یو شمیر افغان سیاسي مشرانو سره وګوري.
د نانسي پلوسي او ټرمپ تر منځ د دیوال او حکومت د تړلو پر سر له یوه میاشتي راهیسي ناندرۍ رواني دي.
د دیموکرات ګوند غړي پلوسي او پلویان یي ټرمپ ته د مکسیکو سره د پرتي پولي لپاره د دیوال لپاره پیسي نه تصویبوي او ټرمپ هم حکومت تړلی او بودیجه نه ورکوي.
دغه لانجه اوس د امریکا په تاریخ کې د خپل ډول تر ټولو اوږده حد ته رسیدلي ده.