Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلام اباد افغان‌ سوله کې امتیازاتو ته غلی دی

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/17

اسلام‌اباد: د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته پاکستان زمینه مساعده کړې ده.

اسلام اباد یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد کوربه دی.

خلیل زاد په یو داسې وخت کې پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی، چې دا مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې درېدلې دي.

تحلیل کوونکي باور لري که پاکستان سولې ته لومړیتوب ور نه کړي افغانستان کې به یوه بله بې رحمه جګړه پیل شي.

په سیمه کې رامنځته شوي شرایط د پاکستان په ګته یادېږي او انديښنه شته چې دا هېواد به د افغان سولې پر سر بیا هم له امریکا امتیاز واخلي.

اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد په رسېدو سره د لومړي وزیر دفتر ویلي، دوی د افغان سولې په برخه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرو لپاره زمینه برابره کړې ده.

له دې سره یو ځای ارګ عمران خان ته بلنه ورکړې او هغه منلي چې کابل ته راشي.

د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې مهم رول لوبولی دی او دغو خبرو ته پاکستان زمینه مساعده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت داسې ویلي (( پاکستان د افغان سولې په برخه کې خپله ونډه لوبوي چې د طالبانو او امریکایانو د خبرو لپاره زمینه هم اسلام اباد برابره کړې. پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګښت ملاتړ کوي.))

د خلیلزاد له سفر سره یو ځای افغان ولسمشر د پآکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټلفوني خبرې کړي، هغه ته یې بلنه ورکړې او منلې یې ده چې کابل ته راشي.

اوس د پاکستان له اړخه د دې تمه نه کېږي چې دغه هېواد دې د جګړې او سولې په دوو انتخابونو کې په ثبات ګوته کېږدي.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل یې لامل دا بولي چې پاکستان افغانستان کې خپلو موخو ته لا نه دی رسېدلی چې د جګړې پر ځای د سولې ملاتړ وکړي.

افغانستان ته د امریکا له راتګ سره د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ ګټې ستراتیژیکې نه وې خو پاکستان په دې اوږده موده کې له تکتیکي تعامل څخه ګټه اخیستې چې اوس په سیمه کې نوي شرایط د پاکستان په ګته بلل کیږي.

افغان حکومت هم کار کوي چې د سیمې هېوادونو همکاري راجلب کړي او په همدې موخه  د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هند ،چین او سعودي عربستان ته تازه سفرونه وکړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist