Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو د سولې خبرو د ځنډولو ګواښ وکړ

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/16

طالبانو ویلي، که امریکا د سرتېرو په اېستلو باندې بحث نه کوي نو د سولې خبرې به وځنډوي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې امریکا هڅه کوي د نورو هېوادونو په وسیله پر طالبانو فشار راولي او پخپل سر د سولې خبرو په اجنډا کې تغیر راولي.

طالبانو ګواښ کړی، که امریکا خپل دریځ ته دوام ورکړي، نو دوی به اړ شي چې له امریکا سره ټولې خبرې وځنډوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې لیکلي، څوک چې غواړي افغانستان کې شخړه د خبرو له لارې حل کړي، نو د قطر دفتر دروازې یې پر مخ خلاصې دي.

مجاهد ویلي، په دې برخه کې به د هېچا فشار ته تسلیم نه شي او نه دې څوک خپلې ګټې په فشارونو کې ویني.

د طالبانو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې دا څوم ځل دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا استازی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته سفرونه کوي.

له دې سره ولسمشر محمد اشرف غني له خلیلزاد سره ولیدل.

تېره شپه زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره لیدلي او سیمې ته یې د خپلو سفرونو په تړاو مالومات ورکړي دي.

په دغه لیدنه کې چې د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو او سیاسي مشرانو هم ګډون درلود، خلیلزاد ویلي، د سفر موخه یې افغان سولې پروسې لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کول و او دغه ډول سفرونو ته به دوام ورکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، لیدنه کې ولسمشر ټینګار کړی چې افغانستان کې د سولې لپاره اجماع شته او سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

ټاکل شوې چې خلیلزاد یو ځل بیا پاکستان ته لاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د افغان سولې برخه کې پنځه ورځې خبرې وکړي.

د پاکستان رسنیو د راپور له مخې، زلمی خلیلزاد او د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي او منځنۍ آسیا د چارو مسوله لیزا کرټیس به پاکستان کې پنځه ورځې پاتې شي او له پاکستاني چارواکو سره به په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي.

خو یو شمېر سیاسیون بیا تل د پاکستان پر نیت شک کوي چې په افغان سوله کې منډ ترړې د دې لپاره کوي چې په نړیواله کچه امتیاز ترلاسه کړي او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان مرستې جلب کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist