ولسمشر محمد اشرف غنی د راتلونکو ولسمشریزو تاکنو لپاره تاکنیز تکت بشپړ کړ.
ولسمشر ته نږدی سر چینو ویلی، راتلونکو ولسمشریزو تاکنو ته د ولسمشر تاکنیز تیم ځانګړی شوی او راتلونکو څلورو ورځو کې به ددغه تیم اعلان وکړي.
د ولسمشر دا ټاکنیز ټکټ د تیر هغه سره په توپیر دی، دا ځل د ولسمشر د دوو مرستیالانو سربیره یو کس بل هم شته چې د سرچېنې په خبره د یو قوم استازی به وي.
خو دا چې دغه کس به د کوم قوم استازیتوب کوي په اړه یې وضاحت نه دی ورکړل شوی.
سرچېنې دا هم لیکلي چې د بریا په صورت کې به د ولسمشر راتلونکی حکومت ریاستي وي، اجرایه ریاست او صدارت څوکۍ به د نظام برخې نه وي.