اجرایه رییس عبدالله عبدالله وايي، د ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدل، د سولې خبرو سره تړاو نه لري.
تر دې وړاندې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې امریکا د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د سولې خبرو لپاره ځنډولي.
اجرایه رییس د ټاکنو په کمېسیونونو نیوکه کړې چې په وخت نه دي توانیدلي چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
اجرایه رییس ویلي، چې له ټولو هڅو سره سره بیا هم کمېسیونونه و نه توانیدل چې ښه مدیریت وکړي او پارلماني ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.
له دې سره بیا هم اجرایه رییس تمه ښودلې چې یو نوی داسې پارلمان به رامنځ ته شي چې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.