Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد د افغان سولې خبرو لپاره چین ته ورسېد

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/14

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن سهار د چین پلازمېنې بېجینګ ته رسېدلی دی.

 

خلیلزاد پخپل ټوېټر لیکلي، هلته به له چینايي چارواکو سره وګوري او افغان سولې په تړاو به ورسره خبرې وکړي.

خلیلزاد ویلي، په دغه لیدنه کې به دواړه خواوې بحث وکړي چې څنګه کېدای شي په افغانستان کې سوله راولي.

له دې سره خلیلزاد په دوبۍ کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره لیدلي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چین ته له سفر وروسته سعودي عربستان ته تللی.

محب له سعودي وړاندې په ابو ظبۍ کې د متحده عرب اماراتو د ملي امنیت شورا سلاکار شیخ طحنون بن زاید النهیان سره او دغه راز د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دوبۍ ښاره کې جلا جلا کتلي دي.

په دې جلا جلا کتنو کې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې شوي چې باید د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي.

ټاکل شوې، محب په سعودي عربستان کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره هم په افغانستان کې د سولې او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې وکړي.

له طالبانو د ازبکستان غوښتنه

ازبکستان ویلي، طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عزیز کاملوف ویلي، طالبان باید له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړي او دوی هم د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

دغه راز کاملوف ویلي، هېواد یې د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو له هڅو ملاتړ کوي.

خو طالبان بیا تل له افغان حکومت سره له مذاکراتو ډډه کوي او باور لري چې افغان حکومت د خبرو او سولې کولو صلاحیت نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist