د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستان شمالي وزیرستان پرچین پلورلی دی.
پښتین چې نن یکشنبه یې د پښتونخوا ټانک سیمه کې د نقیب مسید د کلیزې په مناسبت راټولو زرګونو پښتنو ته وینا کوله وویل، د پښتون پر خاوره جګړه د پښتون قوم د لوټلو لپاره ده او پنجابیان د پښتنو اولادونه د خپلې ګټې لپاره کار وي
ښاغلي پښتین په غیر مستقیم ډول پاکستان ته خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه، که پښتانه پوه شول چې وطن یې لوټیږي نو په همغه ورځ به پاکستان مات وي.
غونډې ته د خیبر پښتونخوا له هرې برخې پښتانه ملتپاله ځوانان ورغلي دي .
نقیب مسید تیر کال د جنوري په میاشت کې ووژل شو خو د پاکستان حکومت تر اوسه د هغه په قتل تورن راو انور نه دی محکمه کړی.
پښتانه د راو انور سربیره د هغو لسګونو پاکستاني افسرانو او جنرالانو محکمه غواړي چې زرګونه پښتانه یې وژلي، زندانونو ته یې لیږلي او یا یې هم د هغوی ملکیتونه له منځه وړي.