هرات کې د پولیسو په شپږمې حوزې د وسله والو په برید کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ویلي، په وژل شویو کې درې پولیس او دوه ملکي وګړي شامل دي.
فرهاد ویلي، په برید کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هرات پولیسو ویلي، حوزې ته څېرمه یې له چاودېدونکو توکو ډک موټر هم نیولی دی.
د دغه برید مسوولیت طالبانو منلی دی.