Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مشرانو جرګې د سولې پر روانو خبرو اندېښنه وښوده

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/13

مشرانو جرګه: له حکومت پرته د سولې خبرې بحران رامنځته کولی شي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، د سولې روانې هڅې به طالبان پر حکومت او حکومت پر اپوزیسیون بدل کړي .

مشرانو جرګه انديښنه لري چې له افغان حکومت پرته د سولې هر ډول خبرې افغانستان بل بحران خوا ته وړي.

له دې سره ځینې سناتوران وايي، په ټوله هیواد کې ناامني زیاته شوې او که په همدې توګه دوام وکړي د جوزجان ولایت به د حکومت له کنټرول ووځي .

د جرګې ځینو غړو وویل د سولې په تړاو له طالبانو سره د ګاونډیو او سیمې هیوادونو خبرې افغان حکومت پر اپوزیسیون او مخالیفین پر حکومت د بدلولو مانا لري .

د جرګې رییس بیا وايي له طالبانو سره هغه مذاکرات چې افغان حکومت په‌کې ګډون ونه لري افغانستان به پر بل بحران ورګډ کړي .

سناتورانو د افغان جګړې په تړاو په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني علماو جوړیدونکې غونډه د سولې په برخه کې ګټوره یاده کړه او د سولې عالي شورا دغه اقدام یې وستایه .

په ورته  مهال ځینو بیا پر امنیتي وضیعت اندیښنه وښوده چې په وینا یې که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي په شمال کې به ځینې ولایتونه سقوط شي .

مشرانو جرګې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې هغه ریپوټ ته توند غبرګون وښود او له غرض ډک یې وباله چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست په تړاو یې خپور کړی دی .

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې د اسدالله خالد په تړاو داسې ریپوټ خپور کړی چې پکې نوموړی په جنګي جرمونو تورن پیژندل شوی دی .

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist