Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بادغیس کې د داعش مالیزیايي غړي وژل شوي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/13

افغان ځواکونو  تېره شپه د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ په پنج بز سیمه کې د طالبانو په محبس برید کړی دی، چې ۱۹ طالبان او د داعش درې اندونیزیايي او مالیزیايي غړي وژل شوي دي.

د داعش دغه بهرني غړي له زیات وخت راهیسې تر تقیب لاندې و.

برید کې د طالبانو ۲۰ او د داعش ۱۵ غړي ټپیان شوي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي چې د تېرې شپې په برید کې ۴۰ داعش جنګیالي د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

احمدي په یوې اعلامیې کې ویلي چې په برید کې د طالبانو دوه پیره داران هم وژل شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو  وروستۍ مرګ ژوبله

کندز

د کندز امام صیب ولسوالۍ کې د جګړې په مهال دوولس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د شلمې فرقې له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي  چې دغه نښته د امام صیب ولسوالۍ کونجک او قرغزو سیمو کې شوي دي.

اعلامیه کې دا هم راغلي چې نښته کې دوه افغان سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بلخ

د بلخ د زارع ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له ۱۱ نورو وسله والو سره وژل شوی دی

. شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، د طالبانو  نومول شوی ولسوال قاري قدرت الله او دهغه یوولس نور  ملګري  تیره ورځ د شولګر کندلي سیمه کې په هوايي برید کې وژل شوي دي.

سرچېنې لیکلي، دغه هوايي برید کې د طالبانو دوولس عرادې موټر سایکلونه او د هغوی وسلې هم له منځه تلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

فاریاب

فاریاب کې د عملیاتو په مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمال زون کې د دوه سوه نهه شاهین قول اردو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال شل طالبان وژل شوي، پنځلس ټپیان او دولس نور نیول شوي دي.

د سرچېنې په لیکنه د وژل شویو په ډله کې یو هم د طالبانو مشهور قوماندان قاري تاج الدین هم شامل دی.

شاهین قول  اردو لیکلي په دغو عملیاتو کې له هوايي ځواک هم کار اخیستل شوی دی.

طالبانو تر اوسه د شوې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

زابل

زابل کې د دوو مهمو طالب قوماندانانو په ګډون اته وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي

د ارغنداب ولسوال امیر جان الکوزی وايي، جګړه تېره شپه ۲۰۰پیل او د سهار تر شپږو بجو یې دوام وکړ.

د ولسوال امیر جان په خبره، دغو بریدونو کې اته طالبان او یو پولیس وژل شوي، ۱۳ وسله وال او دوه پولیس ټپيان دي.

د ولسوال په خبره په وژل شویو کې دوه طالب قوماندانان، اصف زابلوال او نویدیار هم شامل دي.

طالب وسله والو تر اوسه دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist