پاکستان یوازې د سولې خبرو لپاره زمینه برابرولی شي، خو پرېکړې پر چا نه شي تحمیلولی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، هېوادیې پر چا پرېکړې نه شي تحمیلولی او سوله په زور نه، بلکې د ټولو خواوو په خوښه راتللی شي.
قریشي ویلي، ځینې کړۍ نه غواړي چې د سیمې هېوادونه افغانستان کې د سولې لپاره خپل رول ولوبوي.
هند ته د خلیلزاد سفر
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هند دوه ورځنی سفر درلود او هلته یې له هندي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو لیده کاته کړي دي.
خلیلزاد په خپل ټوېټر امریکا او هندوستان ته په اشارې لیکلي، دواړه هېوادونه له افغانستان سره د ملاتړ لپاره اوږد مهاله هوډ لري.
خلیلزاد لیکلي، هغه په هند کې د افغان سولې په تړاو خبرې کړي چې څنګه کېدای شي افغانستان کې سوله راشي.
د دغه لیدو کتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي چې د کوم میکانیزم له مخې دوی کولی شي افغانستان کې سوله راولي.