Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیه؛ په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني و

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/12

امریکا په سوریه کې خپلو پاتې کیدو ته پلمې لټوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخروفا پر امریکا له سوریې د وتلو پر سر نیوکه وکړه.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا له پیله په سوریه کې په غیر قانوني توګه پاتې وه او غوره ده چې اوس و وځي.

روسیه ټینګار کوي چې امریکا دې تر خپلې ولکې لاندې سیمې د کرد ملیشو پر ځای د بشارالاسد حکومت ته وسپاري.

ماریا زخروفا وايي؛ امریکا له سوریې د وتلو په درشل کې ده خو زړه یې نه غواړي چې له دغې هیواده و وځي او ددې لپاره ځان ته پلمې ګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخروفا داسې ویلي (( اوس موږ فکر کوو چې امریکا بهانه ګوري چې سوریه کې پاتې شي. موږ همداسې حدس وهو ، موږ غواړو چې په دې تړاو د روسیې سټراټيژي وګورو او د هغوی پر سټراټيژۍ پوه شو.))

زخروفا نیوکه کوي چې دوی تر امریکا وړاندې په سوریه کې و او له ترکیې سره یې له وړاندې د خوندي ځایونو د جوړولو په تړاو تړون درلود.

ماریا زخروفا داسې ویلي (( موږ اوس هم د ترکیې او روسیې تړون ته ژمن یو، موږ له وړاندې غوښتل چې په سوریه کې د وضعیت د کنټرول لپاره خوندي ځايونه جوړ کړو. دا تړون موږ د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې په دې تړاو خبرې کړې وې چې په ایدلیب ښار کې خوندي ځایونه جوړو. موږ ویره درلوده چې اوربند به بیا هم مات شي.))

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغې ویاندې پر امریکايي او نړیوالو ځواکونو تور پورې کړ چې تر اوسه یې په سوریه کې شتون غیر قانوني وو او باید له سوریې وتلي وای.

((امریکايي او نور نړیوال ځواکونه په غیر قانوني توګه سوریې ته تللي وو. او باید یې په پای کې دا هیواد پریښی وای. هغه سیمه به امریکايانو له وتلو وروسته د سوریې حکومتي ځواکونو له لوري په بشپړه توګه تصفیه شي.))

روسیه دا خبرې وروسته له هغې کوي چې امریکا وايي راتلونکې فیبروري میاشت کې به په پولنډ کې د سوریې په تړاو ستر کنفرانس جوړ کړي.

امریکا وايي؛ روسیه او ایران به اړ کړي چې په دغه غونډه کې برخه واخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist