د فلسطین په تازه لاریونونو کې اسراييلي ځواکونو ښځېنه لاریون کوونکې و وژله.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د جمعې د ورځې په لاریونونو کې یو ځل بیا اسراييلي ځواکونو پر فلسطنیانو ډزې کړې دي.
د روغتیا وزارت ویاند وايي، اسراييلي ځواکونو د امل په نوم ۴۳ کلنه ښځه په سر ویشتلې او وژلې یې ده.
امل درېمه ښځینه لاریون کوونکې شوه چې د فلسطین په لاریونونو کې و وژل کیږي.
دا لاریونونه تیر کال مارچ میاشت پیل شوي چې هره جمعه ترسره کیږي او تر دې دمه پکې له ۲۲۰ فلسطنیانو زیات کسان وژل شوي دي.
اسراييلي چارواکو د دې لاریون کوونکو شمیر شاخوا ۱۳ زره کسان ښودلی دی.