Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

داودزی: افغان جګړه به په ۲۰۱۹ م کې پای ته ورسېږي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/10

عمر داودزي ويلي، تمه لري چې په ۲۰۱۹ م کال کې به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر غني استازی داودزی چې په څلور ورځیني سفر پاکستان ته تللی ویلي، چې افغانستان کې سوله تر هغه وخته نشي راتللی، څو طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه شي.

داودزي ویلي، د پاکستان لومړی وزیر افغانستان کې سوله غواړي او په دې تړاو یې نښې لیدلي دي.

له دې سره ډیر ژر به پاکستان کې د افغان او پاکستاني علماؤ غونډه جوړه شي، چې څنګه کولی شي په افغانستان کې جګړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي.

 

د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد څلورم سفر

ټاکل شوې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن هند ته لاړ شي.

د راپورونو له مخې، زلمی خلیلزاد به هلته له لوړپوړو هندي چارواکو سره وګوري او د افغان سولې په تړاو به ورسره خبرې وکړي.

تمه ده چې خلیزاد به بیا چین، پاکستان او افغانستان ته هم سفر وکړي.

دا سیمې ته د خلیلزاد څلورم سفر دی چې د افغان سولې لپاره یې کوي، خو دا ځل سعودي او قطر ته نه ځي.

 

له افغانستان د امریکايي سرتېرو وېستل

له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو پر پلان کار پیل شو.

ویل کېږي، له افغانستان د ٧٠٠٠ امريکايي سرتېرو د اېستنې په اړه د ولسمشر ټرمپ له لارښوونې وروسته اوس پر دغه پلان کار پيل شوى.

خو سيپنه ماڼۍ کې دوه لوړ پوړو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، ښایي په لومړیو کې له اووه زرو ډیر کم ځواکونه له افغانستان وباسي.

پوځي سلاکارانو ولسمشر ټرمپ ته ویلي، اوسمهال له افغانستان په تدریجي توګه د کمو ځواکونو اېستل ګټور دي.

خو چارواکو بیا دا خبردارى هم ورکړى چې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او ټرمپ هره شېبه د ټولو ځواکونو د اېستلو حکم کولی شي.

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ طالبان او امریکا په دوحه کې خبرې وکړي.

ځینو طالب سرچینو ویلي، د دوی او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې به د جنورۍ پر پنځلسمه دوحه کې وشي.

ټاکل شوې وه چې چهارشنبه او نن پنجشنبه د قطر پلازمېنې دوحه کې د طالب او امریکایې استازو ترمنځ خبرې وشي، خو د سرچینې په خبره سعودي او پاکستان نه غوښتل چې دا خبرې په قطر کې وشي، نو وځنډیدې.

خو طالبانو لا تر اوسه له امریکایانو سره د جنورۍ پر پنځلسمه رسماً د خپلو خبرو تائید نه دی کړی.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو او افغانستان ته یو ځل بیا سفرونه پيل کړي دي.

راتلونکې حکومت کې د طالبانو د ونډې په تړاو د ایران غوښتنه

ایران وایي، طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي، طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري، خو په وینا یې دا سخت دریځه ډله باید حاکم رول ونه لري.

ظریف له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره نوي ډيلي ته تللی او هلته یې دا خبرې له (این ډي) ټلوېزیون سره په مرکه کې کړي دي.

جواد ظریف ویلي، تهران له طالبانو سره استخباراتي اړیکې لري او په خبره یې ایران اړ دی چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د خپلو ګډو پولو امنیت وساتي.

هغه ویلي، دا پرېکړه چې طالبانو ته په افغانستان کې څه ډول رول ورکوي، د افغانانو کار دی، خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان ګاوندي هېوادونه نه غواړي چې طالبان پر ټول هېواد واک ترلاسه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist