عدلیې وزارت وايي، د ولسمشریزو ټاکنو ځند سره اساسي قانون نقض شوی دی.
د عدلیې وزارت وايي په اساسي قانون کې تعدیلات او اصلاحات کولاي شي د حکومت د وسله والو مخالفینو د ملاتړ تر څنګ د هغوی رضایت هم ترلاسه کړي.
عدلي وزارت ټینګار کوي چې اساسي قانون کې بدلونه نباید په دې کچه وي چې د ټولنې اساسي برخې زیانمنې کړي.
دغه وزارت وايي، د ولسمشریزو ټاکنو درې میاشتې ځنډیلو سره اساسي قانون نقص شوی دی.
عام خلک بیا د قانون نه پلي کیدل د ستونزو عمده لامل یادوي.
د عدلیې وزارت وايي د افغانستان د بن له ناستې ورسته په هیواد کې اساسي قانون ثبات رامنځته کړی او باید د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو په نصاب کې ورته ځاي ورکړل شي ترڅو يې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی زیات شي.
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وايي په اساسي قانون کې تعدیلات او اصلاحات کولاي شي د سولې پروسه بریالۍ کړي.
له دې سره د عدلیې وزارت د ولسمشریزو ټاکنو په ځنډ هم نیوکه وکړه او وې ویل، چې دغه ځنډ د قانون نقض دی.
اساسي قانون د ځینو چارواکو او زور واکو له لوري نقض شوی او ډیر کله خو د دې قانون ماتونه یو دود ګرځیدلی دی.
په هیواد کې په داسي حال کې د اساسي قانون د تصویب د اوونۍ نمانځغونډې تر سره کیږي چې په دغه موده کې ډير کله چارواکو او زور واکو قانون تر پښولاندې کړی او بیا ترې هیڅ ډول پوښتنه نه ده شوې.