د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون چین ته تللی.
ویل کیږي چې کېم د چین د ولسمشر په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.
دا د چین او شمالي کوریا د مشرانو څلورمه رسمي لیدنه ګڼل شوې چې د کوریا ټاپو وزمې د کړکیچ په تړاو یې کوي.
په دې سفر کې له کېم سره د هغه میرمن او د لوړپوړو چارواکو یو پلاوی ملګری دی.
کېم جونګ اون اونۍ وړاندې امریکا ته خبر داری ورکړی و چې که فشارونه پرې زیات کړي او لګیدلي بندیزونه لرې نه کړي دوی به بله لار ولټوي.
چین د واشنګټن او پیونګیانګ ترمنځ د خبرو او مذاکراتو یو ښه منځګړی پاتې شوی او دې کار ته یې ژمنتیا ښودلې ده.