د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د افغانستان په تړاو خبرې کړي.
سپینې ماڼۍ ویلي، دواړو خواوو په ټيلفوني اړیکه کې په سیمه کې د سوداګرۍ او د افغانستان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې، دواړو خواوو هوکړه کړې چې په ۲۰۱۹ م کال کې به د خپلې سوداګرۍ کچه لوړوي او همداراز به په افغانستان کې له یو بل سره همکارۍ ته پراختیا ورکوي.