Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حوثي یاغیان حدیدې ښار ته د مرستو مخنیوی کوي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/08

سعودي د یمني وګړو د قحطۍ اصلي لامل حوثي یاغیان یادوي.

حوثي یاغیان حدیدې ته د مرستو د لړۍ مخه نیسي.
د سعودي ایتلاف ویاند وايي د ملګروملتونو د فشارونو سربیره هم حوثيان نه پریږدي چې د دغه سازمان خوراکي مرستې حدیدې ته ورسیږي.

ترکي المالکي په یوه خبري ناسته کې د یمني وګړو د قحطۍ اصلي مسوولین حوثي یاغیان وبلل.

سعودي ایتلاف وايي ملګرو ملتونو چې کومې مرستې حدیدې بندري ښار او د یمن نورو سیمو ته استولي، حوثیانو یې مخه نیولې ده.

د دغه ایتلاف ویاند ترکي الملکي وايي حوثیان د هغې کاروان مخه نیسي چې حدیدې ته خوراکي مرستې لیږدوي.

د سعودي ایتلاف ویاند ترکي الملکي داسې ویلي (( د ملګروملتونو د فشارونو سربیره هم نن موږ دا شواهد تر لاسه کړل چې حوثیانو د مرستو مخه نیولې ده. حوثیان حدیدې بندر کې دغه کارونونه درولي دي. هغوی له کړي تړون سرغړونه کړې ده. هغوی د یمنې وګړو د لوږې مسوول دي.))

الملکي زیاته کړه چې حوثیان به دې ته اړ کړي چې د دې ټولو کړنو مسوولیت په غاړه واخلي.

اخوا د حدیدې بندر چارواکي وايي له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا ددې بندر واردات ۶۰ سلنه راټیټ شوي دي.

د حدیدې بندر مطبوعاتي مسوول عمر الجرموزي داسې ویلي (( له جګړې وړاندې به د حدیده بندر له لارې د یمن ۷۰ سلنه خوراکي توکي را واردیدل، اوس حالت ډیر تغییر کړی دی. په ۲۰۱۵ کال کې چې جګړه پیل شوې، له هغې راپدیخوا دا واردات ۶۰ سلنه راټیټ شوي دي.))

د ملګروملتونو د وروستیو راپورونو له مخې د یمن کابو نیم نفوس د لوږې او قحطۍ له سخت ګواښ سره مخ دی.

د ملګروملتونو د خوړو سازمان څو ځل وړاندې هم خبر داری ورکړی چې لرې نه ده چې یمن د ستر بشري ناورین قرباني شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist