د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې چهارشنبه پیلېږي.
د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د طالبانو استازو او د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ خبرې به سبا په قطر کې پیل شي.
رويټرز ویلي چې خبرې به د دوو ورځو لپاره په دوحه کې دوام وکړي.
طالب چارواکي رویټرز ته ویلي چې په غونډه کې به افغان حکومت استازي ګډون و نه لري.
د سرچېنې په خبر دا خبرې یواځې د امریکايي او طالب چارواکو تر منځ دي، د بل هېواد استازی په کې نشته.
له دې سره د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزی په څلور ورځیني سفر اسلام آباد ته ولاړ.
پاکستانیو رسنیو ویلي چې داودزی به په دغه سفر کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او له یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو سره وګوري.