پاکستان او متحده عربي امارات هوکړې ته رسېدلي چې د افغان سولې لپاره به په ګډه کار کوي.
تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د متحده عربي امارتو شهزاده شیخ محمد بن زید هوکړه کړې چې په ګډه به په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره کار کوي.
دواړو خواوو له ترهګرۍ سره پر مبارزې او دغه راز په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
خو په کور دننه باور دا دی چې پاکستان غواړي د افغان سولې پروسه کې امتیاز ترلاسه کړي او ځان نړۍ ته سپین وښيي.