طالبان د جدې ناسته کې ګډون نه کوي.
د طالبانو یو لوړپوړي قوماندان رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ټاکل شوې وه له امریکايي چارواکو سره روانه میاشت کې وګوري، خو دغه غونډه یې لغوه کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې چې طالبانو پرېکړه کړې چې ناسته کې ګډون ونکړي.
ځینو سرچینو ویلي چې غونډه د دې لپاره لغوه شوې چې سعودي عربستان غوښتل طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي خو طالبانو انکار کړی چې له امله یې ناسته لغوه شوې ده.
اوس داسې راپورونه ورکړل شوي چې دا ناسته به د سعودي په ځای قطر کې جوړه شي.