پوهنې وزارت وايي، په ښوونځیو کې د اساسي قانون تدریس به د قانون تطبیق کې مرسته وکړي.
پوهنې وزارت په پام کې لري چې له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکو ته اساسي قانون تدریس کړي.
پوهنې وزارت به دغه راز ابتدایه ټولګیو کې هم د اساسي قانون ځینې مواد په ساده ډول ماشومانو ته تدریس کوي.
پوهنې وزارت باور لري چې د اساسي قانون تدریس به زده کوونکي وهڅوي چې د اساسي قانون د تطبیق په تړاو خپلو سیمو کې خلکو ته مالومات ورکړي.
دلته ټینګار او ژمنه وشوه چې په ښوونځیو کې به د زده کوونکو لپاره د اساسي قانون تدریس رامنځ ته کړي چې څنګه کیدای شي د دې قانون په تړاو پوهاوی زیات شي.
پر اساسي قانون د تطبیق د څار کمېسیون انديښمن دی چې د هېواد زیاتو برخو کې اساسي قانون ته درناوی نه کیږي او همدا لامل دی چې بې عدالتي زیاتیږي.
افغانستان کې د اساسي قانون اوونۍ د همدې لپاره نمانځل کیږي چې څنګه کیدای شي د اساسي قانون د سرغړوونو او تطبق په ګټو او زیانونو خبرې وکړي.
خو انديښنه دا ده چې اساسي قانون ماتوونه د چارواکو او زور واکو له لوري یو دود ګرځیدلی چې د جرمونو او بې کارۍ ګراف یې لوړ کړی دی.