نریندرا مودي د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتو والی نیسي.
مودي وايي، د هغوی پر ګوند ټول هندي ولس باور لري او د هیواد دننه او د سیمې په کچه یې د ټولو سره ښې اړیکې ساتلې دي.
مودي په ۲۰۱۴ کال کې واک ته ورسید او د یوې دورې له پای ته رسولو وروسته یو ځل بیا ټاکنو ته ودریږي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا ټاکنو ته ودریږي.
د نریندرا مودي ګوند بارتیا جاناتا چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په واک کې دی، سږ کال د بیا ټاکنو لپاره چمتو والی نیسي.
مودي وايي ډاډه دی چې دا ځل ټاکنې به هم وګټي او د شاتګ پر ځای به پرمختګ وکړي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وویل، ((تر اوسه داسې کوم لامل نشته چې موږ له ماتې سره مخ کړي یا مو شاتګ ته اړ کړي، موږ ډاډه یو چې مخکې به ځو، په ۲۰۱۹ کال کې، هغه ګوند چې خلک ورسره تړلي دي او خلک پرې باور لري، هغه زموږ ګوند دی.))
یوازینی اپوزیسیون چې اوس مهال د مودي له ګوند سره سیالي کوي، د کانګرس ګوند دی چې د ټول هیواد په کچه ډير پلویان لري.
د هند لومړی وزیر وايي له هیواده بهر د سیمې په کچه هم ورته د اړیکو پراختیا مهمه ده.
نریندرا مودي له واک ته رسیدو وروسته په هند کې ډیر ستر بدلونونه راوړل.
هغه د تورو پیسو د مخنیوي په موخه د زرو او ۵۰۰ بانک نوټونه له منځه یوړل او د پاک هند ملي کمپاین یې پیل کړ چې ټول هندي ولس یې ملاتړ وکړ.