ټاکنو کمېسیون په رسمي توګه د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ اعلان وکړ.
له دې اعلان سره سم به ولسمشریزې ټاکنې، د غزني پارلماني ټاکنې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې همهاله د سرطان یا چنګاښ میاشتې پر ۲۹ مه ترسره شي.
پخوا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د وري یا حمل ۳۱ مه ټاکل شوې وه، خو د ټاکنو کمیسیون دا ټاکنې اوس درې میاشتې نورې هم وځنډولې.
د ځنډ لامل د کمیسیون د دارالانشا نه چمتوالی په ګوته شوی دی.
حکومت ویلي، ټاکنو کمیسون یوه خپلواکه اداره ده او حکومت د دوی دلایلو ته په پام سره د د ټاکنو د ځنډولو پرېکړه د سر په سترګو مني.
ارګ ویلي، چمتو دي چې په چنګاښ میاشت د ټاکنو لپاره له کمیسیون سره هر ډول همکاري او مرسته وکړي.