د افغانستان پر سیاسي ستونزو د نړۍ د بحران ډلې خپل راپور د افغانستان پر ستونزو خپور کړ.
راتلونکی میلادي کال په افغانستان کې د سیاسي جنجالونو لپاره بحراني کال اټکل شوی دی.
د نړۍ د بحران ډلې په یو راپور کې افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې شامل کړی چې ۲۰۱۹م کال به زیات سیاسي کړکیچونه ولري.
له دې راپور سره یو ځای په افغانستان کې هم انديښنې شته چې که سیاسیون له حکومت سره په یوه لار لاړ نه شي او اټکلي بحرانونه مدیریت نه کړي، وضعیت به لا خراب شي.
د نړۍ د بحران ډلې په خپل تازه راپور کې افغانستان په هغو لس هېوادنو کې راوستلی، چې په ۲۰۱۹ کال کې به سیاسي ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ وي.
د نړۍ بحران ډلې په راپور کې داسې راغلي (( له یمن وروسته افغانستان، په دویم ځای کې قرار لري چې سیاسي بحران به ولري، د دې دوه هېوادونو تر څنګ، د امریکا او چین اختلافات، له ایران سره د سعودي عربستان، امریکا او اسرایلو اختلافات او دغه راز سوریه، نایجیریا، سویلي سوډان، کامرون، اوکراین او وینزویلا هغه هېوادونه دي چې ۲۰۱۹م کال کې به سیاسي کړکیچونه زیات شي.))
له دې سره یو ځای د ملي انصاف ګوند باور لري چې سیاسي کړکیچونه د بهرنیو استخباراتو په دستور وي او افغانان اوس نه غواړي چې د بهرنیو په لمسون کړکیچونو کې ښکیل شي.
د نړي د بحران ډلې په داسې مهال افغانستان په راتلونکی کال کې ناسم اټکل کړی چې افغان حکومت او افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي.
خو له دې ټولو سره حکومت ته ولسمشریزې ټاکنې ور ترغاړې دي چې د جنجالونو اټکل پکې شته.