Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اته نویم مالي کال بودیجه د وکیلانو نیوکو سره مخ ده

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/30

سبا به د اته نویم مالي کال بودجه د تصویب لپاره ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.

ولسي جرګه کې ځینې وکیلان وايي ، بودجه کې د ولایتونو ترمنځ انډیول په پام کې نه دی نیول شوی او د تصویب پرمهال به اعتراض وکړي.
مالیې وزارت بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي د بودجې په سند کې د ټولو ولایتونو لپاره پراختیايي پروژې په پام کې نیول شوي .

نن یکشنبه د ولسي جرګې مالي اوبودجې کمیسیون د اته نویم مالي کال بودجې په تړاو له مالیې وزارت سره ګډه غونډه جوړه کړې .
د ولسي جرګې مالیې اوبودجې کمیسیون وايي، ټاکل شوې د اته نویم مالي کال د بودجې سند د تصویب لپاره د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډې ته وړاندې شي او هیله ښي یې چې وکیلان به ورته د تصویب رایه ورکړي .

خو د جرګې غړي بیا نیوکه لري چې د اته نویم مالي کال په بودجه کې د ولایتونو ترمنځ انډولیزه پراختیا په پام کې نه ده نیول شوې او شاید وکیلان ورته رایه ور نه کړي .

خو مالیې وزارت بیا وايي د بودجې په سند کې هیڅ ولایت له پامه نه ده غورځول شوی او د حکومت امکاناتو ته په کتو یې ورته پراختیايي پروژې په پام کې نیولې دي .

د بودجې په تړاو په دغه ګډه غونډه کې راغلو وکیلانو د خپلو ولایتونو لپاره د پراختیايي پروژو وړاندیزونه درلودل چې د مالیې وزرات له لوري په بودجه کې ځای پرځای شول او له ولسي جرګې یې وغوښتل چې بودجه تصویب کړي څو پراختیايي پروژې پر وخت پلې شي .

د دیارلس سوه اته نویم مالي کال ټوله بودجه درې سوه نهه نوي ملیارده افغانۍ ده چې یو سلو څلورویشت یې پراختیايي او پاتې نوره یې عادي بودجه ده .
ماليې وزارت په داسې حال کې ولسي جرګې ته بودجه د تصویب لپاره وړاندې کوي چې حکومت د ولسي جرګې معاشونه ځنډولي او ممکن ځینې د بودجې تصویب ته د تایید رای ور نه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist